د افغاني سرې مياشتې سرپرست شيخ شهاب الدين دلاور چين هېواد ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دې هېواد د سره صليب له مرستيال سره کتلي دي.
يادې ټولنې په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو په پياوړتيا، د بشري مرستو پر اغېزمنتيا او په بېړنيو حالاتو کې د ګټورو تجربو پر شريکولو خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، د ياد هېواد د سره صليب مرستيال ژمنه کړې، چې له افغاني سرې مياشتې ټولنې سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي او په راتلونکي کې به خپلې همکارۍ لا ډېرې کړي. د ويلو ده، چې د چين د سره صليب او افغاني سرې مياشتې ټولنې ترمنځ په دې وروستيو کې د بشري مرستو د اغېزمنتيا او تجربو د شريکولو په برخه کې اړيکې پراخه شوې دي.