د امریکا متحده ایالتونو تایوان ته د ۳۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت اېف ـ ۱۶ جنګي الوتکې او د رادارونو سیسټمونه ورکوي.
په دې پوځي تجهیزاتو کې د اېف ـ ۱۶ الوتکو پرزې، پرمختللي برېښنایي سکنونه، رادارونه او نور توکي شامل دي. ویل کیږي، چې ددې تجهیزاتو لېږد به راتلونکی ۲۰۲۵ زېږدیز کال پیل شي.
واشنګټن له تایوان سره دا پوځي مرسته په داسې حال کې کوي، چې بیجېنګ، تایوان د خپلې خاورې برخه بولي او له دې هېواد سره د هر ډول نړیوال ملاتړ مخالفت کوي.