ارګ نن مازیګر(شنبه، لیندۍ لسمه) په خپل اېکس د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمیسیون د ناستې خبر ورکړی دی.
دې غونډه کې ټاکل شويو کمېټو د کمیسيون له لوري د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپورونه وړاندې کړي او وروسته د کورنيو چارو، صنعت او سوداګرۍ، ماليې او پوهنې وزارتونو پر اړوندو موضوعاتو بحث او لازمې پرېکړې وشوې.
یاده دې شي چې اداري کمیسیون د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ منظمي ناستې کوي چې ډېری وخت پکې د وزارتونو او لویو ادارو چارې ارزول کیږي.