د روان کال په لومړيو شپږ مياشتو کې د ۶۶۷.۳ ميليونه ډالرو په ارزښت صادرات ترسره شوي دي.
د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د راپور له مخې، تېره کال د صادراتو دغه کچه ۷۲۰.۹ ميليونه ډالرو ته رسېده، چې ۵۳.۶ ميليونه ډالره کموالي پکې ليدل کیده.
د يادې ادارې په راپور کې راغلي، چې د تېر کال په لومړيو شپږ مياشتو کې د وارداتو ارزښت ۴ميليارده او ۴۸.۷ ميليونه ډالرو ته رسېده، چې د روان کال د لومړيو شپږو مياشتو په وارداتو کې ۱ ميليارد او ۲۰۱.۸ ميليونه ډالره ډېروالی په کې راغلی.
مسوولين وايي، چې د روان کال په لومړيو دوو ربعو کې وچه او تازه مېوه د صادارتي توکو په ډله کې د ۱۶۷.۱ ميليون ډالرو په ارزښت تر نورو ډېره ونډه لري.
دغه راز ۱۱۹.۷ ميليونه ډالرو په ارزښت طبي بوټي، د ۸۵.۸ ميليونه ډالرو په ارزښت معدني توکي او د ۶۶.۴ ميليونه ډالرو په ارزښت سبزي په ترتيب دويم، درېيم او څلورم ځای خپل کړی دی.
د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، په دغه موده کې د هېواد وارداتي توکو په ډله کې نفتي مواد او روغنيات د ۹۹۱.۵ ميليونه ډالرو په ارزښت ډېره ونډه لري او ورپسې ماشينونه، ټرانسپورټي وسايط او پرزې د ۷۷۲ ميليونه ډالرو په ارزښت، غنم او د غنمو اوړه د ۲۶۱.۵ ميليونه ډالرو په ارزښت او منسوجات د ۲۲۹.۹ ميليونه ډالرو په ارزښت په دويم، درېيم او څلورم ځای کې راځي. د احصايې او معلوماتو ملې ادارې د مسوولينو په وينا، چې دوی هر کال د هېواد د صادراتي او وارداتي توکو ارقام او معلومات له اړوندو بنسټونو څخه راټولوي او کره ارقام د ملي او نړيوالو بنسټونو او څېړونکو سره د راپور په بڼه شريکوي.