په دې کتنه کې چې د ازبکستان هيواد يو شمېر لوړ پوړو چارواکو هم شتون درلود، د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د ازبکستان له لومړي وزير سره د دواړو هيوادونو ترمنځ د سياسي، اقتصادي، کلتوري او همداراز د سوداګريزو اړيکو پر پراختيا ټينګار کړی دی.
په دې لیدنه کې د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله عارفوف د افغانستان او نورو هيوادونو د کانونو استخراج او د سوداګريزو توکو د ترانزیټ په برخو کې د خپل هيواد د لېوالتيا ډاډ ورکړی دی. نوموړي ویلي، د افغان – ټرانس لويې پروژې عملي کېدل به د افغانستان په ګډون ټولو ښکیلو هېوادونو ته ډېرې ګټې ولري. د یادونې وړ ده، چې د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، تیره ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ ازبیکستان ته ولاړ.