کورنيو چارو وزارت بلخ ولايت کې له ۱۰۰۰ بېوزلو کورنيو سره د ۱۱ قلمه ژمنیو توکو د مرستو له وېش څخه خبر ورکړی.
د ياد وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع ويلي، چې دغه مرستې د دې وزارت د سرپرست خليفه سراجالدين حقاني په سپارښتنه ترسره شوې دي.
ښاغلي قانع ويلي، چې په يادو مرستو کې د يتيمانو، کډوالو، بېسرپرسته او د معلولينو کورنۍ شاملې دي. د ويلو ده، چې تر دې وړاندې هم د ياد وزارت د مشرتابه په سپارښتنه د هېواد په يو شمېر سيمو کې له هېوادوالو سره مرستې شوې دي.