ځايي مسوولين وايي، د خوست ښار شپږمې ناحي اړوند د دوو سړکونو او د لښتيو د جوړيدو چارې د ۴۳ ميليونه افغانيو په ارزښت پيل شوې دي.
د مسوولينو په وينا، د يادو پروژو چارې به تر راتلونکو شپږو مياشتو پورې بشپړې شي.
ويلکېږي، په دې پروژو کې ګڼو کسانو ته کاري بوختیاوې هم رامنځته شوې دي. خوست ښاروالۍ په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې روان کال په دې ولايت کې ۳۲ پروژې په پلان کې نيول شوې، چې له ډلې يې د ۲۲ پرژو چارې روانې دي او پاتې پروژې به د دې کال تر پايه بشپړې شي.