ډېر لوستل شوي

مولوي عطا‌ءالله عمري د ځينو مؤسسو پر مالي کړنلارو نيوکه کړې

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطا‌ءالله عمري “کرنه د سولې لپاره” مؤسسې له چارواکو سره د کتنې پر مهال په پراختيايي پروژو کې د روڼتيا پر اهميت ټينګار کړی دی.

ياد وزارت ويلي، چې په دې ناسته کې ښاغلي عمري د ځينو مؤسسو د بوديجې لګښت پر کړنلارو نيوکه کړې او زياته کړې يې ده، چې يو شمېر مؤسسې لوړ اداري لګښتونه لري.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ سرپرست دغه راز په دې ناسته کې ويلي، چې يو شمېر مؤسسې د افغانستان لپاره ځانګړې شوې بوديجه په بېلا بېلو نومونو بېرته بهر ته لېږدوي.

د دې ناستې پر مهال د يادې مؤسسې بنسټ اېښودونکي جيمز برټ ويلي، له اسلامي امارت سره د هوکړې پر بنسټ به په افغانستان کې له اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې لپاره د ۹ ميلياره ډالرو په ارزښت پروژه پلې کړي. د ياد وزارت د مسوولينو په وينا، دوی هڅه کوي، چې د ملي او نړۍوالو مؤسسو همکاري راخپله او په مرکز او ولایتونو کې بېلا بېلې پروژې عملي کړي.

اړوند خبرونه