ډېر لوستل شوي

نورالدین عزیزي له افغان او ترکي سوداګرو سره کتلي

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ترکیې ته د خپل سفر پر دوام په هغه هېواد کې له یو شمیر افغان او ترکي سوداګرو سره د ترکیې د سوداګرۍ وزارت د مرستیال په شتون کې لیدلي او د اړوند مسایلو په تړاو یې ورسره خبرې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، په دې ناسته کې ۷۰ افغاني شرکتونو او ۶۰ ترکي شرکتونو ګډون کړی و.

په یاده ناسته کې، ترکي سوداګرو په افغانستان کې په بېلا بېلو برخو کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.

د صنعت او سوداګرۍ  وزارت د معلوماتو پر بنسټ،په دې ناسته کې د “مرسوس” نړیوال سوداګریز شرکت او د “میثم” د وسپنې د ویلي کولو فابریکې هوکړه کړې، چې په افغانستان کې یوه ګډه کارخونه جوړه کړي. د ويلو ده، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ترکيې هېواد ته په خپل سفر کې له افغان سوداګرو سربېره له ترکي سوداګرو او چارواکو سره هم بېلابېلې ناستې کړې دي.

اړوند خبرونه