ډېر لوستل شوي

ارزګان کې په زیاته اندازه وسلې او مهمات کشف شوي

د ارزګان د ګيزاب ولسوالۍ اړوند سيمه کې پوليسو ګڼ شمېر وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند مفتي عبدالمتين قانع د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د يادې ولسوالۍ پوليسو په دې سيمه کې ۲ زره د پيکا مرمۍ، ۱۰۰۰ فیره د کلاشنکوف مرمۍ، ۵۰۰ فيره د ده ‌شکې مرمۍ او ۳۵ فیره د راکټ مرمۍ ترلاسه کړې دي.

ښاغلي قانع دغه راز ويلي، چې په ترلاسه شویو وسلو او مهماتو کې ۴ ميله کلاشنکوفونه، يو ميل ايم ۱۶، درې حلقې دوربينونه، ۱ ميل راکټ او ۱ ميل پيکا کشف او ضبط شوې دي.

د ياد وزارت په خپرپاڼه کې راغلي، چې دغه وسلې او مهمات په غير قانوني توګه په يوه کور کې ساتل کېدل.

د ويلو ده، چې د اسلامي امارت په بيا واکمنيدو سره د ياد وزارت له لوري تر دې مهاله ګڼ شمېر غير قانوني وسلې او مهمات، کشف او ضبط شوي دي.

اړوند خبرونه