د بدخشان د امنيې قوماندانۍ مسوولینو ددې ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د کوکنارو د کښت په تور د سلو تنو د نیونې خبر ورکړی دی.
دغه کسان د بدخشان په ارګو، درایم، یفتل پایان، جرم، شهدا او بهارک ولسوالیو کې د نشهیی توکو پر ضد د عملیاتو په لړ کې نیول شوي دي. ویل کیږي چې له دغو کروندګرو سره ۷۵ موبایلونه هم نیول شوي.
یاده دې شي چې وړم کال د امیرالمؤمنین حفظه الله له خوا په ټول هېواد کې د نشه یي توکو کښت، پېر او پلور منع اعلان شو.
افغان حکومت په تېرو درېیو کلونو کې د نشه یي توکو په برخه کې ګڼې لاسته راوړنې لرلې او له دې پدیدې سره یې په کلکه مبارزه کړې ده.