د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت وايي، چې د بغلان په مرکز او ولسواليو کې يې له ۸۰۰ اړمنو کسانو سره د ژمني توکو مرستې کړې دي.
دې وزارت ويلي، چې دغه مرستې د یوې خيريه مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست په همغږۍ شوې دي.
د مسوولينو په خبره، چې په دې مرستو کې د ژمي جامي او کمپلې شاملي وې. د خبرپانې له مخې، د بغلان ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رييس ملا احسان الله عابد له نورو مرستندويه مؤسسو څخه هم د ورته مرستو غوښتنه کړې ده.