ډېر لوستل شوي

تورخم کې د خوسا ممپلیو د واردېدو مخنیوی شوی

د ننګرهار ځایي مسوولینو په تورخم ښارګوټي کې د ۲۵۵ بوریو ممپلیو د واردېدو مخنیوی کړی دی.
د ننګرهار د کرنې ریاست مسوولینو ویلي، چې دوی د پاکستانیو ۵۷۰ بوریو ممپلیو معاینه کړې چې ۲۵۵ بورۍ پکې خوسا موندل شوي.
ویل کیږي، چې دا خوسا پلي له منځه وړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمخه هم د پاکستانیو بې کیفیته توکو د واردېدو مخنیوی شوی وو.

اړوند خبرونه