ډېر لوستل شوي

مولوي عبدالسلام حنفي ازبيکستان ته د خپل سفر په لړ کې بخارا ته تللی

د رياست‌الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي ازبيکستان هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې بخارا ته تللی دی.

ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ليکلي، چې ښاغلي حنفي تېره ورځ (يکشنبه، ليندۍ ۱۱مه) د بخارا له والي باتور ظريفوف سره کتلي دي.

په دې ناسته کې دواړو لوريو د دوه اړخېزو اړيکو د پياوړتيا په اړه خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د بخارا والي باتور ظريفوف د افغانستان او ازبيکستان اړيکې تاريخي او کلتوري بللې دي. د ويلو ده، چې اداري مرستيال او مل پلاوي يې په دې سفر کې د بخارا له اسلامي او تاريخي ځايونو هم ليدنه کړې ده.

اړوند خبرونه