د امر بالمعروف او نهي عن المنکر او شکايتونو اوريدلو وزارت وايي، چې په کندز او هلمند ولايتونو کې دوه تن کوډګر د جادو له اسبابو سره يو ځای نيول شوي دي.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې دغه دوه کسان د دې ولايتونو د اړوند رياستونو د مسوولينو له لوري نيول شوي او د عدالت منګولو ته سپارل شوي دي.
په دې خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، په لوګر او کندز ولايتونو کې دوې ښځې چې کلونه له خپلو حقوقو څخه بېبرخې وې، ژغورل شوې دي. د ويلو ده، چې تر دې وړاندې هم د ياد وزارت له لوري د مرکز کابل په ګډون په بېلا بېلو ولايتونو کې د ورته فتنهګرو مخه نيول شوې ده.