ډېر لوستل شوي

پکتيا کې د لس ورځو لپاره د سون لرګيو ته د لېږد او خرڅلاو اجازه ورکړل شوه


د پکتيا ولايت د رسنيو دفتر وايي، چې په دې ولايت کې د لسو ورځو لپاره د سون لرګيو ته د لېږد او خرڅلاو اجازه ورکړل شوه.

دې دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د ولايت مقام پرېکړه کړې چې د اډو/ ټالو مالکين دې په ياده موده کې ټول ځای پر ځای شوي لرګي ختم کړي او په ټاکل شوې موده کې دې هېوادوال هم خپلې اړتياوې پوره کړي. دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې يو شمېر هېوادوالو د عامه ځنګلونو وهلو ته مخه کړې وه او ورپسې سیمه ییزو مسوولينو د دغو ملي شتمنيو د ساتنې په موخه د هر ډول لرګيو په لېږد او خرڅلاو بنديز لګولی شوی و.

اړوند خبرونه