د اسیا جام سیالیو په لړ کې افغان نولس کلونو کرکټ لوبغاړو دا ځل نیپال ته هم سیالۍ بایللې.
په روان جام کې دا درېیمه ماتې ده، چې افغان لوبغاړي ورسره مخامخ کیږي. افغان لوبډلې تر دې دمخه لومړۍ لوبه بنګله دېش او دویمه سریلنکا ته بایللې وه.
په نننۍ لوبه کې افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په زیان ۱۲۳ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۲۴ منډو هدف کېښود. افغان توپ اچوونکو د یاد کم هدف د دفاع په موخه بریالۍ توپ اچونه وکړه؛ خو بریالي نه شول. نیپالۍ لوبډلې یاد هدف په ۴۲ اور کې پوره او لوبه یې د یوې ویکټې په توپیر وګټله.