د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسلکي مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د ایران د کرنې وزارت له مسوولینو سره کتلي دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لوریو د اوبو لګولو پر پرمختللیو سیسټمونو د کرنیزو محصولاتو پر پیاوړتیا او نورو موضوعاتو بحثونه کړي دي.
یاده دې شي، چې د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال صدراعظم عثماني په مشرۍ یو پلاوی د ایران په بلنه د دغه هېواد د اوبو او خاورې پروژو په برخه کې د همکارۍ په پار ایران ته تللی دی.