د ریاست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي ازبيکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې په تاشکند کې مېشتو افغان سوداګرو سره کتلي دي.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، په دې کته کې ښاغلي حنفي ويلي، چې اسلامي مارت په هېواد کې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره لازم فرصتونه او اسانتياوې برابر کړې دي.
د رياستالوزراء اداري مرستيال دغه راز په ازبیکستان کې مېشت افغان سوداګر په خپل هېواد کې پانګونې ته رابللي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې يادو سوداګرو له اسلامي امارت څخه په سوداګريزو چارو کې د لا زياتو اسانتياوو غوښتنه کړې ده. د ويلو ده، چې د اسلامي امارت د رياستالوزراء اداري مرستيال دغو سوداګرو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.