ډېر لوستل شوي

روان کال نږدې ۳۰۰ بهرنیو ګرځندویانو د غزني له تاریخي ځایونو کتنه کړې

د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو روان لمریز لېږدیز کال ددې ولایت له بېلابېلو سیمو د ۲۸۶ بهرنیو سېلانیانو د کتنې خبر ورکړی دی.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس حمیدالله نثار وايي، چې دا ګرځندویان د ایټالیا، جرمني، پاکستان، امریکا، بلجیم، روسیې، هندوستان، اتریش، چک سلواکیا، ایران، قرغزستان، اوزبکستان، ترکیې، کینیا، نیدرلنډ، انګلستان، برازیل، مکسیکو، هنګري، هسپانیا، اسټرالیا او هالنډ هېوادونو اړوند دي.
د ښاغلي نثار په وینا، د غزني تاریخي سیمو د نړیوالو سیلانیانو پام ځان ته اړولی، چې دا د سیمې د کلتوري ارزښتونو څرګندونه کوي. هغه زیاته کړې، چې په دغه ولایت کې یو شمېر لرغونې آبدې د نړېدو له ګواښ څخه ژغورل شوي او د ځینو تاریخي ځایونو د بیارغونې چارې روانې دي.
د یادونې وړ ده، چې هېواد کې د سرتاسري امن په برکت د کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو شمېر بېساری لوړ شوی.

اړوند خبرونه