د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، په کابل کې د ملګرو ملتونو استازي او د اروپایي ټولنې سفیر د تورخم سرحدي امریت هڅې ستایلي دي.
یاد وزارت نن (سهشنبه، د لیندۍ ۱۳مه) په یوه خبرپاڼه کې دا څرګندونې کړې دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو استازي او په کابل کې د اروپایي ټولنې سفیر د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت څخه لیدنه کړې ده.
په خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې د استازو له قوله ویل شوي: “واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته په تورخم کې افغان کډوالو ته داسې چوپړتیاوې برابرې شوي، چې تر دې وړاندې نه وې شوې. “
په همدې حال کې، د تورخم سرحدي امر بخت جمال ګوهر د کډوالو لپاره د ستونزو د حل په موخه د همکارۍ غوښتنه کړې ده. یاده دې وي، چې په تېر یو نیم کال کې له پاکستان څخه شاوخوا یو میلیون افغان کډوال د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.