د رياستالوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي ازبيکستان هېواد ته د خپل سفر په ترڅ کې سمرقند ته تللی.
ارګ نن (سهشنبه، ليندۍ ۱۳مه) د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې ښاغلي حنفي د ياد سفر په لړ کې د سمرقند ولايت له والي حديث مظفر او غلي بابايف سره ليدلي دي.
په دې ليدنه کې دواړو لوريو پر تاريخي، کلتوري او د ګډو اړيکو پر پياوړتيا خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، د رياستالوزراء اداري مرستيال یاد ولايت ته د سفر په لړ کې د مقدسو، لرغونو او کلتوري ځايونو او دغه راز د “امام بخاري رحمهالله” له مقبرې څخه هم ليدنه کړې ده. د ويلو ده، چې د اسلامي امارت د رياستالوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي تېره ورځ ياد هېواد ته د خپل سفر په لړ کې د بخارا ولايت ته هم سفر کړی و او د دې ولايت له والي او ګڼو نورو مسوولینو سره يې ليدلي وو.