د عامې روغتيا وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي په يوه نړيوال روغتيايي کنفرانس کې د ګډون په موخه چين هېواد ته سفر کړی دی.
دې وزارت نن په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې ښاغلي جلالي تېره ورځ (دوشنبه، ليندۍ۱۲مه) په ياد کنفرانس کې د روغتيا په برخه کې د دوه اړخېزو همکاريو د لا پياوړتيا په موخه چين ته سفر کړی دی.
د عامې روغتيا وزارت سرپرست به د روغتیا په تړاو په یاد کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ د چين له ځینو روغتيايي مرکزونو او مسوولينو سره هم وګوري. د ويلو ده، چې د ياد سفر موخه د هېواد د روغتيايي سکټور معياري کول او له بهرنيو هېوادونو سره په دې برخه کې د هر اړخېزې همکارۍ پراخول ښودل شوي دي.