ډېر لوستل شوي

پکتيا کې د ۳.۲ ميليونه افغانيو په لګښت يوه پروژه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه

د پکتيا په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې د ۳.۲ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو لګولو يوه پروژه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.

ځايي مسوولين وايي، چې دغه پروژه د پکتيا ولايت د کليو د بيا رغونې او پراختيا رياست له لوري د يادې ولسوالۍ په “ملا فاتح” کلي کې ګټې اخېستنې ته سپارل شوې ده.

د مسوولينو په وينا، د اوبو رسولو په دې پروژه کې د ۱۵ مترو په اوږدوالي د سربند، ۱۱۴ متره په اوږدوالي د کانال او ۸۰ مترو په اوږدوالي د ساتنې د دې وال جوړول شامل دي.

د ويلو ده، چې د يادې پروژې په بشپړېدو سره د دې کلي د اوسيدونکو سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه خړوبه او د موسمي بارانونو او سېلابونو له زيانونو څخه خوندې شوې ده.

اړوند خبرونه