ډېر لوستل شوي

حقاني په تهران کې د معلولينو نړيوالې ورځې په نمانځغونډه کې ګډون کړی

په تهران کې د افغانستان سفارت سرپرست مولوي فضل محمد حقاني د معلولينو نړيوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې ګډون کړی دی.

ياد سفارت تېره ورځ په خپل رسمې اېکس په یادو مراسمو کې د ښاغلي حقاني د ګډون خبر ورکړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې مراسمو کې د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان په ګډون د بېلا بېلو هېوادونو سفيرانو او ډيپلوماټانو هم ګډون کړي وو. د ويلو ده، چې دغه مراسم د معلولينو نړيوالې ورځې او له هغوی د ملاتړ په موخه ترسره شوي دي.

اړوند خبرونه