د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائيوي رييس ډاکتر عبدالباري عمر د يو پلاوي په مشري ترکمنستان ته سفر کړی دی.
ياد شرکت وايي، د دې سفر په ترڅ کې د ترکمنستان برېښنا شرکت (ترکمن انرګو) رييس دوردي الياسوف او د ټاپ پروژې له رييس مراد ارتيکوف سره ليدلي دي.
په دې ناسته کې دواړو لوريو د ټاپ پروژې او يو شمېر نورو اړينو موضوعاتو په تړاو يې خبرې کړې دي.
د مسوولينو په خبره، چې ټاکل شوې د ياد سفر په لړ کې د راتلونکې ۲۰۲۵ ميلادي کال په پار د برېښنا پېرودلو تړون هم لاسليک کړي.
د ويلو ده، چې ياد هېود ته د افغانستان برېښنا شرکت د رهبري پلاوي سفر کې، د افغانستان د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونو استازي هم ګډون لري.