ډېر لوستل شوي

د کندهار پر لویه لار ټرافیکي پيښې ۵ کسان ټپيان کړل

د کابل ـ کندهار د لويې لارې په اوږدو کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د ميدان وردګو ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند يوسف اسرار وايي، دغه پېښه د يادې لويې لارې په اوږدو کې د سيداباد ولسوالۍ اړوند د شنيز درې په مشنګ قلعه سيمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي ويلي، چې د پېښې ټپيان د همدې سيمې روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي دي. ویل کیږي چې پېښه د موټر چلوونکي د ناغیړې له امله رامنځته شوې ده.

اړوند خبرونه