مولوي عبدالصمد جاوید چې تر دې وړاندې د بادغیس والي و؛ د اسلامي امارت عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ الحدیث مولوی هبة الله آخندزاده (حفظه الله) په امر د غزني د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.نوموړی نن له غرمې وړاندې د سیمه ییزو مسوولینو په شتون کې د غزني د والي په توګه معرفی شو. د یادونې وړ ده، چې د غزني پخوانی والي مولوي محمد امین عمري د بادغیس د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.