ډېر لوستل شوي

پانګونې بین الوزارتي کمېټې ناسته کې د لمریزې برېښنا پر تولید بحث شوی

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې پرون(سه شنبه، لیندۍ ۱۳مه) په مرمرینه ماڼۍ کې خپله ناسته کړې ده.
دې غونډې ته له اجنډا سره سم د خصوصي سکټور له لوري په کاپیسا، هرات او کابل ولایتونو کې د لمریزې برېښنا د تولید او همدا راز په کندهار کې د لمریزې برېښنا زېرمه کولو په موخه د بټریو نصب، د هېواد په لسو مهمو بندرونو کې د کرنیزو او خوراکي توکو د کیفیت د کنټرول په موخه د لابراتوارونو د جوړولو او همداراز په هرات کې د پستې باغونو او بېلابېلو میوه لرونکو ونو د سوداګریزې بڼې د جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې.
غونډه کې جلا جلا کمېټو ته دندې سپارل شوې، تر څو د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره تخنیکي او اقتصادي بحثونه ترسره او راپورونه يې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

اړوند خبرونه