د ارزګان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې ۳۵ ډوله کانونه کشف شوي دي.
له دغو ۳۵ کانونو د مرمرو او فلورایټ ۱۱ کانونه کورنیو شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوي.
مسوولین زیاتوي ددې کانونو د کیندنې چارې روانې دي، چې زرګونه تنه پکې پر کار بوخت شوي.