سیمه ییزو سرچینو بدخشان کې سیند ته د یوه موټر د لوېدو خبر ورکړی.
د مسافرو دا موټر د بدخشان د یاوان ولسوالۍ په شولګر سیمه کې سیند ته لوېدلی دی.
ویل کیږي چې دې پېښه کې ۷ تنه ډوب شوي، د یو جسد رایستل شوی او ۵ نور ټپیان دي.
یاده دې شي، چې تر دې دمخه هم دې ولایت کې ورته پېښې رامنځته شوې وې.