ډېر لوستل شوي

د نيمروز هوايي ډګر او مرکزي زندان ته برېښنا لېږدول کېږي

د نيمروز والي شيخ محمد قاسم خالد د دې ولايت د علماو شورا له رييس او غړو سره کتلي دي.

د ياد ولايت مقام د ښاغلي خالد له حوالي ليکلي، چې د نيمروز ولايت مرکزي زندان او هوايي ډګر ته د برېښنا د لېږد پروژو چارې پيل شوې او ژر به دغه برېښنا ولېږدول شي.

دغه راز په دې ناسته کې د نيمزو والي د علماو شورا رييس او غړو له لوري د ولسونو شريکې شوې ستونزې اوريدلې او د حل په موخه يې ډاډ ورکړی دی. د ويلو ده، چې د اسلامي امارت چارواکي د سيمه‌ييزو مشرانو سره له نږدې ناسته کوي او د هغوی ستونزې له نږدې څخه اوري.

اړوند خبرونه