په ماليزيا کې د افغانستان سفارت سرپرست نقيب الله احمدي د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت د مرکزي او جنوبي اسيا هېوادونو نوي رييس کينډي مايونګ اونون سره ليدلي دي.
په دې هېواد کې د افغانستان سفارت نن (پنجشنبه، ليندۍ ۱۵مه) په خپل اېکس کې ليکلي، چې په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو په وروستيو پرمختګونو او اړيکو په تړاو خبرې شوې دي.
دغه راز په دې ناسته کې ښاغلي احمدي د هر راز همکارۍ او همغږۍ په پار د سفارت له اړخه ډاډ ورکړی دی.
په دې ناسته کې دواړو لوريو له افغانستان سره د ماليزيا پر اړيکو، اوسني وضعيت او افغانستان په اړه د ماليزيا په ليدلوري او راتلونکو پلانونو هم خبرې کړې دي. د ويلو ده، چې کينډي مايونګ اونون د ماليزيا د بهرنيو چارو وزارت د مرکزي او جنوبي اسيا هېوادونو لپاره نوی رييس ټاکل شوی دی.