د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، پاکستاني پوليسو په دې هېواد کې سلګونه افغان کډوال نيولي او بنديان کړي دي.
دې وزارت په اسلام اباد کې د اسلامي امارت سفارت د مسوولینو له خولې ويلي، چې پاکستاني پوليسو ادعا کړې، چې د تحريک انصاف ګوند د پلويانو په لاريونونو کې افغان کډوالو هم برخه درلوده.
د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په اسلام اباد کې افغان سفارت د پاکستان په وروستیو لاریونونو کې د افغانانو هر ډول ښکیلتیا رد کړې ده. د ويلو ده، چې په دې خبرپاڼه کې له پاکستان څخه غوښتل شوي چې نیول شوي افغانان ژر تر ژره خوشي کړي.