ډېر لوستل شوي

ډاکټر عبدالباري عمر په ترکمنستان کې له يوې برېښنايي توليدي کارخونې څخه ليدنه کړې

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراييوي رييس ډاکټر عبدالباري عمر ترکمنستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د ياد هېواد د برېښنايي وسايلو د توليد (ايدنګ ګيجه‌لر) فابريکې څخه ليدنه کړې ده.

ياد شرکت ويلي، چې ښاغلي عمر د يادې کارخونې له مسوولينو سره په ليدنه کې، له افغانستان سره د برېښنايي وسايلو د پېر او پلور په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

دغه راز د “ايدنګ ګيجه‌لر” کارخونې مسوولينو د افغانستان برېښنا شرکت اجراييوي رييس ته د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړی. د ويلو ده، چې دغه کارخونه  بېلا بېل برېښنايي وسايل؛ پايې، مزي، ګروپونه او ولډر توليدوي.

اړوند خبرونه