ډېر لوستل شوي

د بخښنې نړيوال سازمان صهيونيست رژيم په غزه کې په نسل وژنې تورن کړی

د بخښنې نړيوال سازمان وايي، صهيونيست رژيم په غزه کې “نسل وژنې” ته دوام ورکړی.

د بخښنې نړيوال سازمان مشرې اګنس کالامار په يوې خبرپاڼه کې ويلي: “چې صهيونيست رژيم له اوږدې مودې را په دېخوا له فلسطينيانو سره غيرې انسانې چلند کوي. “

نوموړې په دې خبرپاڼه کې په غزه کې د سم دستي اوربند او د د روانې نسل وژنې د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

 په دې خبرپاڼه کې کاملا خبرادری ورکړی، چې د دې رژيم نوی راپور د نړيوالې ټولنې لپاره د “بيدارۍ” زنګ دی. دا په داسې حال کې ده، چې د حزب‌الله او صهیونیستي رژيم ترمنځ د امريکا او فرانسيې هېوادونو په منځګړيتوب د سولې هوکړه لاسليک شوې؛ خو لا هم صهيونيست رژيم له دې هوکړې څخه سرغونه کوي.

اړوند خبرونه