ډېر لوستل شوي

دايکندي کې له ۱ زر او ۲۰۰ تنو مجاهدينو د سويې ازموينه واخېستل شوه

پوهنې وزارت وايي، په دايکندي کې له ۱ زر او ۲۰۰ مجاهدينو څخه د سويې د تثبيت ازموينه اخېستل شوې ده.

د دايکندي د پوهنې رييس مولوي عبدالواحد واحديار ويلي، چې دا ازموينه يې له هغو مجاهدينو چې په جهادي فعاليتونو کې د بوختيا له امله د زده‌کړو له بهير څخه بې برخې وو، اخېستې ده.

نوموړي ويلي، چې بريالي کسان به د هغوي له سويې سره سم په ښوونځيو کې شامل شي.  ويلو ده، چې تر دې وړاندې هم د ياد وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو رياست، له سلګونو مجاهدينو او راستانه شويو کډوالو څخه د سويې د تثبيت ازموينه اخيستې او بېلا بېلو ښوونځيو ته يې د زده‌کړو په پار ورپېژندلي دي.

اړوند خبرونه