د سوريې مجاهدينو د پرمختګ په ترڅ کې د بشار الاسد کورنۍ له سوريې څخه وتلې ده.
“وال سټريټ ژورنال” راپور وکړی، چې د بشار الاسد مېرمن او ماشومان له سوريې څخه روسيې ته تللي دي.
دغه راز د مصر او اردن چارواکو له بشار لاسد څخه غوښتي، چې له سوريې څخه ووځي او په جلا وطنۍ کې يو حکومت جوړ کړي، خو نوموړي د یادو هېوادونو دا غوښتنه رد کړې ده. د ويلو ده، چې د “هيئت التحرير الشام “مجاهديونو د سوريې څلور ښارونه نيولي او دمشق ته د نږدې ښار “حمص” د نيولو په درشل کې دي.