ډېر لوستل شوي

د رياست‌الوزراء اقتصادي معاونيت د نړيوال بانک وروستی راپور له حقیقته لري وباله

د رياست‌الوزراء اقتصادي معاونيت د افغانستان اقتصادي وضعيت په تړاو د نړيوال بانک وروستي راپور ته غبرګون ښودلی.

ياد معاونيت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د اسلامي امارت د رياست‌الوزراء اقتصادي معاونيت د افغانستان اقتصادي وضعيت په تړاو د ياد بانک منعکس شوې موندنې رد کړې دی.

اقتصادي معاونيت له نړيوالې ټولنې غوښتي، چې د حقايقو په رڼا کې له افغانستان سره تعامل ته مخه کړي د افغانستان د اقتصادي وضعیت په تړاو د نړۍ وال بانک دا راپور په داسې حال کې خپریږي چې دمګړې په هېواد د سترو اقتصادي پروژو چارې په چټکې سره دوام لري.

اړوند خبرونه