ډېر لوستل شوي

د قومونو چارو وزارت له ۴ ښوونیزو مرکزونو سلګونه تنه فارغ شول

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د اړوندو ۴ ښوونیزو مرکزونو څخه ۶۵۹ تنه فارغ شوي.
دې غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي محمد اسماعيل غزنوي، د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال مولوي محمد علي جان احمد، د وزارت د بېلابېلو ریاستونو رییسانو، د اړوند لېسو تدریسي او اداري مسوولینو او د فارغو شویو زده کوونکو د کورنیو غړو برخه اخیستې وه.
د ښوونې او روزنې رییس مولوي عبدالرحمن رحماني دې غونډې ته په وینا کې وویل چې زده کوونکي باید خپلو درسونو ته پاملرنه وکړي او د خپل ولس چوپړ وکړي.
د سرحدي پلټنو مرستیال مولوي محمد اسماعيل غزنوي او د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلي مولوي محمد علي جان احمد په خپلو خبرو کې له یادو ښوونیزو مرکزونو څخه فارغو شویو زده‌ کوونکو ته مبارکي ویلي او یاد زده کوونکي یې لا نورو زده کړو ته وهڅول.
ددې غونډې په پای کې غوره زده کوونکو ته ډالۍ او لاسلیکونه هم ورکړل شول.

اړوند خبرونه