لوګر کې پر ۶ دولتي او خصوصي غږیزو رسنیو سربېره د ((مقدس)) په نوم یوې نوې راډیو هم پر کار پیل وکړ.
د یادې راډیو د پرانیستې مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي، د باختر اطلاعاتي اژانس رییس او د خپرنیزو چارو معینیت سرپرست مولوي ضیاءالحق حقمل، د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس دوکتور رفیع الله صمیم، سیمه ییزو خبریالانو او ځوانانو برخه اخیستې وه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولینو راډیو د عامه پوهاوي غوره وسیله بللې او ددې راډیو له چلوونکو یې غوښتي چې د اسلامي امارت له پالیسۍ سره سمې خپرونې پر مخ یوسي.
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس د ولایتي ادارې او د رسنیو له استازو سره د ګډې همکارۍ ژمنتیا ښودلی. نوموړي لوګر کې د رسنیو فعالیت غوره او مخ پر وده بللی دی.
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس قاضي رفیع الله صمیم ډاډ ورکړی، چې د رسنیو د ملاتړ په برخه کې به له هېڅ راز هلو ځلو درېغ ونه کړي.