روسيې ځواکونو د اوکراين هېواد پر زاپوريژیا ښار پروني بريد کې ۱۰ کسان وژلي او په لسګونه نور يې ټپيان کړي دي.
اوکرايني چارواکو ویلي، دغه بريد د چوپړتیاوو د وړاندې کولو یوه برخه ويجاړه او نږدې کورونه او هټۍ يې زيانمنې کړې دي. په ورته مهال د اوکراين ولسمشر ولادمير زيلينسکي ياد بريد غندلی او د روسي دغه بريد يې له اوکراين سره سولې ته د نه لېوالتيا په مانا بللی دی.