رویټرز د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې د سوریې ښارونه یو په بل پسې سقوط شوي او د بشارالاسد رژیم په بشپړ ډول نړېدلی دی.
سوریایي چارواکو ویلي چې بشارالاسد له دمشقه تښېدلی او واک یې هیئت تحریر الشام ته پرېښی دی.
د رویټرز له قوله، اسد پرون ماښام په یوه الوتکه کې نامالوم ځای ته تښتېدلی.
لاس په لاس شویو ویډیو کلیپونو کې ښکاري چې په جوماتونو کې د تکبیر نعرې پورته کیږي او د فتحې ترانې غږیږي