د وزيرانو شورا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ په مرمرينه ماڼۍ کې د اقتصادي کمېسيون نوبتي ناسته ترسره شوه.
اقتصادي معاونيت ويلي، چې په دې ناسته کې د “ډي پې ورلډ” شرکت د شرطپاڼې په تړاو متحده عربي اماراتو ته د افغانستان اسلامي امارت د پلاوي کاري راپور، د کاسا زره پروژې په تړاو د افغانستان برېښنا شرکت د ټاکل شوي پلاوي راپور او د افغان ـ ټرانس پروژې په اړه د ټولګټو وزارت د وسپنې پټلۍ معينيت راپور وړاندې شوی دی.
د ويلو ده، چې د دې ناستې په لړ کې د افغان ـ ټرانس پروژې په تړاو د ټولګټو وزارت د وسپنې پټلۍ معينيت راپور منلی شوی او اړوند امارتي وزارتونو او ادارو ته د لازمو کړنو سپارښتنه شوې ده.
دغه را په دې غونډه کې د مناګي برېښنا بند په تړاو د افغانستان برېښنا شرکت راپور، د جواز السير او د لايسنس برېښنايي کولو طرحه او يو شمېر نور اقتصادي موضوعات وړاندې شوي دي. د رياستالوزراء اقتصادي معاونیت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د يو شمېرو نور اړينو موضوعاتو په تړاو لازمې پرېکړې هم شوې دي.