ډېر لوستل شوي

سوریه کې سپیدې وچاودې

سوریه کې له کلونو کلونو د واک واګې یوازې له یوې کورنۍ سره وې او ددې کورنۍ پرلپسې خپلسریو او د واک غوښتنې نه سړېدونکي نفس د سوریې عام وګړي تر پوزې راوستي وو.

د اسد کورنۍ پوره ۵ لسیزې سوریایی ولس د یوه یرغمل په توګه له ځان سره ساتلی او د ژوندانه له لومړنیو اړتیاوو یې هم برخې کړي وو. ولسي نارضایتي دومره په څپو شوه چې د اسد مخالفې وسله والې جهادي ډلې(هیئت تحریر الشام) هرکلی په ملکوتي نعرو او خدای ته پر سر اېښودنې وشو.

د اسد د رژیم تر تېغ لاندې سوریایان یاده دوره توره بولي. د راپورونو له مخې دې رژیم له یوې میاشت نه په کمه موده کې یوازې په حماة ښار کې ۴۰ زره انسانان شهیدان کړل.

دمشق د لرغونوالي او طبیعي زېرمو له پلوه بډایه او د ښې مخینې لرونکی هېواد دی؛ خو د نورو اسلامي هېوادونو په څېر د دمشق بخت هم تور دی. دا هېواد لا هم د خپلمنځي، کورنیو او مذهبي جګړو زخمونه پر خپل ټټر لري.

اشغالګرو د عثماني خلافت تر نړونې وروسته اسلامي هېوادونه ټوټه ـ ټوټه کړل. ددې پالیسۍ موخه د اسلامي امت بیا نه‌زرغونتیا او نه یو لاس کېدل وو. د همدې توطیې تطبیق ته یې ملا وتړله او مصنوعي هېوادونه یې رامنځته کړل. سوریه هغه هېواد و چې د ښکېلاګکرو په وېش کې د فرانسې تر نفوذ لاندې جغرافیا وګڼل شوه او صلیبي دوښمنو هم په ازاد لاس پکې مذهبي او اقلیتي زړې رازرغون کړل. دې هېواد کې یې لړزانده اداري سیسټم رامنځته او یوې مستبدې کورنۍ ته یې د خلکو د ارادې واګې په لاس ورکړې. دې کورنۍ په دوو غوراویو کې د کمونیسټي بلاک ملاتړ ته غاړه کېښوده. د څو ورځو له پرلپسې مقاومته د اسد کورنۍ پلازمېنه دمشق پرېښود او نن(یکشنبه، لیندۍ ۱۹مه) ټوله سوریه عملاً د “هیئت تحریر الشام” ځواکونو تر کنټرول لاندې راغله. د پخواني رژیم لومړي وزیر ژمنه کړې چې د واک په سوله ییز لېږد کې له ابو محمد الجولاني سره مرسته کوي. ښاغلي جولاني هم پر خپلو پوځیانو غږ کړی چې خپلسري ونه کړي. نوموړي له ولسونو غوښتنه کړې چې د عامه شتمنیو په ساتنه کې رغنده ونډه واخلي. د اوس لپاره ستره او مبهمه پوښتنه همدا ده چې د سوریې د راتلونکې حکومت موډل او بڼه به څه ډول وي؟! داسې ښکاري چې الجولاني پر سیاسي نزاکتونو پوه شخص دی او له خپل ولس او نړۍ سره به په تعامل کې پاتې نه راځي.

اړوند خبرونه