ډېر لوستل شوي

د عامې روغتيا وزارت سرپرست د يو شمېر نړيوالو بنسټونو له استازو سره کتلي


د عامې روغتيا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتيا نړيوال سازمان له مشر ايډوين سينيزا سلواډور، د نړيوال بانک استازې هاديه سماها او د روغتيا په برخه کې د افغانستان لپاره د ماشومانو د ملاتړ (يونيسيف) ادارې له مسوولينو سره کتلي دي.

یاد وزارت ويلي، چې په دې ناسته کې د روغتيا په برخه کې د شته ستونزو د حل، روغتيايي سيستم د پياوړتيا او په دې برخه کې د نړيوالو مرستو د راخپلولو په تړاو خبرې شوې دي.

دغه راز په دې ناسته کې ښاغلي جلالي له يادو بنسټونو د روغتيايي خدمتونو پر پياوړتيا، په معياري توګه د ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې او شته ستونزو د حل په موخه د دوه اړخېزو هڅو غوښتنه هم کړې ده. د ويلو ده، چې عامې روغتيا وزارت د روغتيايي سکټور د پياوړتيا او دغه راز په معياري توګه د ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې د پام وړ هڅې کړې دي.

اړوند خبرونه