د ملګرو ملتونو امنيت شورا د سوريې پر وضعيت د بندو دروازو تر شا بېړنۍ ناسته کوي.
فرانس پرېس خبري اژانس د بېلا بېلو ډيپلوماتيکو سرچينو په حواله ويلي، چې ياده ناسته به نن (دوشنبه، ليندۍ۱۹مه) د بندو دروازو تر شاه ترسره شي.
ياده ناسته يوه ورځ وروسته تر دې ترسره کېږي، چې په سوريه کې د بشارالاسد کورنۍ د نږدې نيمي پېړۍ واکمني ړنګه شوه. د راپورونو له مخې، د بشارالاسد رژيم له راپرځيدو وروسته نوموړي له خپلې کورنۍ سره مسکو ته پناه وړې ده.