د وزيرانو شورا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په مشرۍ د سياسي کمېسيون ناسته شوې.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، ياده ناسته تېره ورځ په سپيدار ماڼۍ کې تر سره شوې ده.
په دې ناسته کې د سوريې او منځني ختيځ په وروستيو بدلونونو، له ګاونډيو او سيمې هېوادونو سره د اړيکو او تعامل په پراختيا او دغه راز په افغانستان کې په شويو سياسي، امنيتي او اقتصادي پرمختګونو خبرې شوې دي. د ويلو ده، چې په دې ناسته کې د غوره حکومتولۍ او د ولس او نظام ترمنځ د همغږۍ په ډېر والي هم خبرې شوې دي.