د رسنیو د راپورونو پربنسټ، د صهیونیستي رژیم یرغلګرو ځواکونو د سوريې د پخواني رژيم پر لسګونو مرکزونو بريدونه کړي دي.
ويلکيږې، چې په دې بريدونو کې لسګونه جنګي الوتکې له منځه تللې دي.
صهيونيست رژيم دغه راز له تېرې ورځې راپدېخوا د سوريې د هوايي دفاع رادارونه هم په نښه کړي دي. صهيونيست رژيم د بشارالاسد نظام له پرځېدو وروسته په سوريه کې پاتې شوې وسلې د ځان لپاره ګواښ ګڼي.