د کرملېن ماڼۍ ویاند دیمېتري پسکوف رسنیو ته
ویلي، چې که څوک یې پوځي اډو ته نږدې شول؛ نابود به یې کړي.
نوموړي ویلي چې سوریه کې د روسیې ټولې پوځي اډې، ډیپلوماټیک، اقتصادي او کلتوري بنسټونه خوندي دي.
پسکوف زیاته کړې چې د خپلو پوځي اډو ساتنې ته ګوته په ماشه ولاړ دي.
یاده دې شي چې سوریه کې د روسیې او امریکا اډې شته.